ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي بیګا په ټیلیویژني وینا کښې په دې خبرې سره چې د سفرونو او د هیوادونو له چارواکو سره د لیدو کتو تنیجه یې باید د هیواد د ګټو تامینیدل او په ټولو برخو کښې پراختیا او ترقي وي، وویل: که په روانو مذاکراتو کښې مقابل لوري د ایران د ولس خلاف د ظالمانه بندیزونو اوچتولو ته غاړه کښیږدي نو د موافقې لاره به هواره شي.
د ایران ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کښط چې د ویانا مذاکرات په څه ډول روان دي او که امریکایان د نیغ په نیغه او مخامخ مذاکرې لپاره خپله غوښتنه په جدي ډول مطرح کړي نو د ایران دریځ به څه وي؟ څرګنده کړه: دغه غوښتنه له مودو راهیسې مطرح کیږي خو تراوسه له امریکایانو سره مذاکره نه ده شوې.
ولسمشر رئیسي په دې خبرې سره چې د دغه د حکومت بنیاد له ټولې نړۍ سره تعامل دی، زیاته کړه: د نړۍ له هغو ټولو هیوادونو سره تعامل به تعقیب کړو چې له مونږ سره تعامل او اړیکې غواړي، خو کوم هیوادونه چې تقابل او مقابله کول غواړي نو طبیعي خبره ده چې مونږ به یې پر وړاندې مقاومت وکړو.
سید ابراهیم رئیسي دې ټکي ته په اشارې سره چې حکومت په نړیوال سیاست کښې انډول او توازن راوستل غواړي، څرګنده کړه: ستر سوداګري او اقتصادي ظرفیت له پنځلسو ګاونډي هیوادونو سره ټینګیدې شي.
هغه په دوام کښې ماسکو ته د خپل وروستي سفر ځینو برخو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: د پيسو او په مالي مسائلو کښې له روسانو سره د نظر اتفاق لرو چې د ډالر سلطه باید ماته شي او تجارتي مبادلات په خپلو ملي پیسو ترسره کړو.